منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۳۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۸ غ.م
۵°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

سپېس‌اېکس پر امریکايي ځواکونو د بریدونو لپاره د ایران له‌خوا د سټارلېنک کارول رد کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۶ کتنې

کابل (پژواک) – د سپېس‌اېکس شرکت هغه راپور رد کړی چې ګواکې ایران پر امریکايي ځواکونو په بریدونو کې د دغه شرکت له سټارلېنک انټرنېټ څخه کار اخیستی او ویلي یې دي چې دا ادعا «په بشپړه توګه ناسمه» ده.

د رویټرز د راپور له مخې، سپېس‌اېکس د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې نه دغه شرکت او نه هم د امریکا دفاع وزارت داسې شواهد لري چې ایراني ځواکونو دې له سټارلېنک څخه کار اخیستی وي.

دغه شرکت زیاته کړې: «ځکه چې داسې څه هېڅکله نه دي شوي.»

 واشنګټن پوسټ تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د سپېس‌اېکس اجرائیوي رییس ایلان ماسک د سټارلېنک له خدمتونو څخه د دوو غیرمجازو کارونو په اړه له خبرېدو وروسته سخت غوسه شوی و؛ هغه کارونه چې د امریکا پر ځواکونو د ایران له پوځي هڅو سره تړاو لري.

واشنګټن پوسټ ادعا کړې وه چې د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسېټ ته په یوه محرمانه راپور کې د ایراني پوځ له‌خوا د سټارلېنک د کارونې موضوع هم بیان شوې وه؛ خو د امریکا دفاع وزارت رویټرز ته ویلي چې د دفاع وزیر دفتر ته د دې موضوع په اړه د داسې کوم راپور له لېږلو خبر نه لري.

ایلان ماسک د سپېس‌اېکس د اعلامیې په بیا خپرولو سره واشنګټن پوسټ ته په اشارې لیکلي: «دغه ورځپاڼه باید د افسانو لیکلو جایزه ترلاسه کړي.»

سټارلېنک په ایران کې د فعالیت جواز نه لري، خو ماسک مخکې ویلي وو چې دغه خدمت په ایران کې فعال دی.