منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۷ غ.و
۶°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

بلوچستان کې د اوو افغانانو په ګډون ۱۱ کارګر وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک) – د بلوچستان ایالت په کوهلو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د ډبرو سکرو کانونو ۱۱ کارګر وژل شوي چې اووه یې افغانان دي.

بي‌بي‌سي د کوهلو ولسوالۍ د یوه لوړپوړي دولتي چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې ناپېژاندو وسله‌والو د یادې ولسوالۍ په اوسړي سیمه کې ۱۱ کارګر په ډزو وژلي دي.

د دغه چارواکي په وینا، یاد کارګر له چمالنګ سیمې د دوکۍ پر لور روان وو چې د وسله‌والو تر برید لاندې راغلل.

سرچینې ویلي، په وژل شویو کې اووه افغانان او څلور ځايي اوسېدونکي شامل دي او مړي یې د عدلي طبي معایناتو لپاره روغتون ته لېږدول کېږي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

بلخوا، د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزي دغه برید غندلی او د انسانیت پر وړاندې یې ستر جنایت بللی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي هم دغه برید غندلی، د کارګرو پر وژل کېدو یې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د بې‌ګناه کارګرو په نښه کول د وحشت تر ټولو بده بڼه ده.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د بلوچستان په چمالنګ او دوکۍ سیمو کې د ډبرو سکرو کانونو پر کارګرو بریدونه شوي دي.