ژبه

کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

امبن سمسور

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳:۲۹

۰ کتنې

کندهار (پژواک) – د کندهار ـ سپین‌بولدک پر لویه لاره د تخته‌پل ولسوالۍ اړوند په «تور کوتل» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته ویلي، چې دغه پېښه نن ماخوستن شاوخوا نهه بجې د فورنر او فیلډر موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، په فیلډر موټر کې سپرو څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د فورنر موټر چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

هغه زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د فورنر موټر د چلوونکي د نیولو هڅې روانې دي.