منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۶ غ.و
۶°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

یونیسف په کونړ کې د نننۍ چاودنې له امله د ماشومانو پر مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰ کتنې

کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په کونړ ولایت کې یوه ښوونځي ته نږدې د چاودنې له امله د ماشومانو پر مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده.

یونیسف په یوه اعلامیه کې د یادې پېښې له ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې یونیسف او همکار بنسټونه یې په سیمه کې حضور لري، له زیانمنو شویو سره د ژوند ژغورنې مرستې کوي او د زیانمنو ماشومانو او کورنیو نورې اړتیاوې هم ارزوي.

یونیسف ټینګار کړی چې ښوونځي باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي وو چې «نن سهار د کونړ ولایت د مرکز په اندیرسیر سیمه کې ښوونځي ته نږدې چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې اووه زده‌کوونکي شهیدان شوي او ۹۹ نور ټپیان دي.»