منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۳ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی

خوست کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

خوست‌ښار (پژواک) – د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قلندر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وایي چې دغه پېښه تېره شپه د قلندر ولسوالۍ په کوټکۍ سیمه کې د یوه فلانکوچ موټر چپه کېدو له امله شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په پېښه کې یوه کس ژوند لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ده په خبره چې د پېښې ټپيان نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.