کابل (پژواک) – بغلان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په شمالي سالنګ کې له یوه ټانکر سره د ۵۸۰ بس د ټکر له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو عمومي مدیر نذیرالله عابدي رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه نن سهار (جمعه، د لړم ۸مه) د شمالي سالنګ په ورودي برخه کې شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د پېښې مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې د علت په اړه څېړنې پیل شوې دي.










