زرنج (پژواک)- د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې د زرنج – دلارام پر لويه لار د لخشکان پوستې ساحه کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګلمحمد قدرتپژواک ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د زرنج – دلارام پر لويه لار د لخشکان پوستې په سیمه کې د موټر چپه کیدو له امله شوې ده.
هغه زياته کړه چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او لازم اقدامات يې ترسره کړي دي.
د نوموړي په خبره چې پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.