منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۲ غ.و
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

له پېښو سره د مبارزې ادارې له اکټیډ موسسې د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وایي، له اکټیډ موسسې سره یې د څه باندې درې میلیون او ۱۶۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د اکټیډ موسسې له عمومي رییس هانس جوهانس سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

سرچینې زیاته کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د درې میلیون، ۱۶۶ زره او ۵۷۳ امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې دواړو لورو د هېواد په کچه د پېښو پر مهال زیانمن شوو خلکو ته د مرستو د وېش په اړه خبرې وکړې.

ترابي ویلي چې افغانستان له بېلابېلو پېښو سره مخ هېواد دی او هره ورځ پکې کوچنۍ پېښې رامنځته کېږي چې باید رسېدنه ورته وشي.

نوموړي همدارنګه د تفاهم‌نامې د ټولو مادو پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پروژه باید پر وخت او په شفاف ډول پلې شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې به د دایکنډي او بدخشان ولایتونو د کورنیو له پېژندنې او ثبت وروسته، ۱۹۶۰ کورنیو ته د درېیو میاشتو په موده کې هره میاشت ۱۷۰ ډالره څو موخیزې نغدي مرستې ووېشل شي، چې هرې کورنۍ ته به په ټولیز ډول ۵۱۰ امریکایي ډالره ورکړل شي.

همدارنګه، ۸۴۰ نورو کورنیو ته چې ښځې یې مشري کوي، ماشومان لري، د لوړ عمر لرونکي کسان او معلولیت لرونکي وګړي پکې شامل دي، د درېیو میاشتو لپاره هره میاشت ۲۰۴ ډالره نغدي مرستې ووېشل شي، چې هرې کورنۍ ته به په ټولیز ډول ۶۱۲ امریکایي ډالره ورکړل شي.

سرچینې لیکلي چې د ټولنیز ملاتړ برخه کې به ۷۵۰ کسانو ته د ماشومانو د ساتنې، د معلولیت‌لرونکو وګړو د ملاتړ او د اسنادو اړوند ستونزو ته د رسېدنې په موخه، د اړوندو خدمتونو وړاندې کوونکو بنسټونو ته د ورپېژندلو زمینه برابره شي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي چې د پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال به په ټول هېواد کې ۵۲۶۰ زیانمنو شوو کورنیو ته، هرې یوې ته د ۱۷۰ ډالرو په ارزښت، یو ځل نغدي مرسته ووېشل شي.

سرچینې زیاته کړې چې هغه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي یا معلولیت لرونکي وګړي پکې وي، ۳۴ ډالره اضافي نغدي مرسته به هم ترلاسه کړي.