غزني (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۵): د غزني سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د دوو موټرو د ټکر له امله د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د غزني د والي ویاند میوندشاه احمدزي پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن شاوخوا یوه بجه د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د یوه «انټرنشنل» او یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې اته کسانو ژوند بایللی چې یوه ښځه، څلور ماشومان او درې نارینه دي.
د روان کال د غبرګولي په ۲۴مه هم د غزني ښار د روضې کوتل په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي او باروړونکي موټر د ټکر له امله دوه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي وو.










