منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۹ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه

لغمان کې ترافیکي پېښه؛ اووه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – ننګرهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ناوخته د قرغیو ولسوالۍ اړوند د لغمان دروازې ته څېرمه د کابل – ننګرهار پر لویه لار یوه سراچه موټر او زرنج ټکر کړی او بیا سیند ته لوېدلي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپيان یې نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدولي دي.