کندهار (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ دوو زامنو او یوې لور د اوبو ژورې څاه ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن ماسپښین د میانشین ولسوالۍ د سنګ نګار په سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، په پېښه کې د خیرالله په نوم د یوه بزګر درې ماشومان، نهه کلن دادالله، اته کلن هبةالله او شپږ کلنه فرضیه د اوبو یوې ژورې څاه ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې یاد بزګر د زابل ولایت اصلي اوسېدونکی دی او اوس په میانشین کې اوسي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په کندهار کې د ورته پېښو له امله ماشومان په ژورو څاګانو او برمو کې لوېدلي او ځینو یې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.