ژبه

ننګرهار کې سختو ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

هجرت‌الله کاکړ

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۴

۱ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله دوه کسان مړه، ۱۰ نور ټپیان او سلګونه کورنۍ او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د معلوماتو له مخې، د دوربابا ولسوالۍ په وچه لګړه سیمه کې د سختو اورښتونو له امله دوه کسان مړه شوي چې د یوه جسد لا هم ورک دی او د موندلو هڅې یې روانې دي.

سرچینې زیاته کړې چې په بټي‌کوټ، سپین‌غر، پچیراګام، اچین او مومندرې ولسوالیو کې ۱۰ کسان ټپیان شوي چې تر درملنې لاندې دي.

خبرپاڼه کاږي، د اورښتونو او سېلابونو له امله د بهسودو ولسوالۍ په بحراباد سیمه کې یو کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی او په یو شمېر نورو ولسوالیو کې ۸۸ کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي. همدارنګه، ۱۲۷ کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې مالي زیانونه اوښتي دي.

سرچینې دغه‌راز ویلي چې د دغو پېښو له امله ۱۲۷ لوی او واړه څاروي هم تلف شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، ۲۸۱۵ جریبه کرنیزه ځمکه، درې جریبه بڼونه، ۱۲ چینې او کارېزونه، د اوبو درې شبکې او بندونه، څلور کیلومتره سړک، یو پل او پلچک هم زیانمن شوي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر په وینا، دغه زیانونه د جلال‌اباد ښار او هسکې مېنې، شېرزاد، کوټ، بټي‌کوټ، بهسود، سپین‌غر، روداتو، سره‌رود، پچیراګام، چپرهار، شینواري، اچین، دوربابا او مومندرې ولسوالیو کې اوښتي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د ولایت مقام مشرتابه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست ته سپارښتنه کړې څو له دولتي ادارو او مرستندویه موسسو سره د پېښو کره شمېرې همغږې کړي او زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.