منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۳۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۲ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

کندهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوه ځان‌وژنه کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۱ کتنې

کندهار (پژواک)- د کندهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او دامان ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوه بل کس ځان‌وژنه کړې ده.

د یادې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کندهار ښار د دوولسمې حوزې اړوند له اتفاق جامع جومات سره نږدې نامعلومو کسانو یو کس وژلی او د هغه لاس، پښې، غاړه او پوزه یې پرې کړي دي.»

هغه زیاته کړې چې د دغه وژل‌شوي کس جسد نن میرویس روغتون ته لېږدول شوی دی.

د نوموړي په وینا، تر اوسه د وژل شوي کس هویت نه دی معلوم او خپلوان یې هم نه دي موندل شوي.

ښاغلي جمشید همدارنګه وویل چې په یوه بله پېښه کې د کندهار د دامان ولسوالۍ په مهمندو کلي کې یوه ۶۰ کلن سړي خپله ۵۰ کلنه مېرمن د تفنګچې په ډزو وژلې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې دغه سړي وروسته خپل ځان هم د تفنګچې په ډزو وژلی دی.

د سرچینې په وینا، تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی معلوم شوی.