کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د اروپا کمېسیون اعلان کړی چې روان ميلادي کال به د افغانستان د ډېرو زیانمنونکو وګړو د ملاتړ په موخه ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د اروپا کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې په افغانستان کې بشري ناورین لا هم په نړۍ کې یو له تر ټولو سختو ناورینونو دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د دې مرستې څه باندې ۱۴۱ ملییون یورو به د افغانستان دننه د بشري سازمانونو له لارې ولګول شي او دغه راز ۲۰ میلیونه نور په پاکستان او ایران کې د افغانانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ځانګړي شوي دي.
سرچینې لیکلي، د اروپايي ټولنې په تازه بودجه کې به د خوراکي توکو مرستې، روغتیايي خدمتونه، د خوارځواکۍ درملنه او په لرو پرتو سیمو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي ښه کول شامل وي.
دغه بنسټ زیاته کړې: «دا به د قانوني مرستې چمتو کولو او له خطر سره د مخ کسانو د ژغورلو په ګډون، د زیانمنونکو ډلو ملاتړ ته دوام او په بېړنیو حالتونو کې به زدهکړو ته لومړیتوب ورکړي او دغه راز به د نجونو پر تضمین شوي لاسرسي او دغه راز به د افتونو پر وړاندې د چمتووالي پر اقداماتو تمرکز ولري.»
په همدې حال کې، د اروپا کمېسیون د برابرۍ، چمتووالي او د ناورین مدیریت کمېشنرې حاجیې لحبیب ویلي: «په داسې حال کې چې افغانان په افغانستان، پاکستان او ایران کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، اروپايي ټولنه د مرستې لپاره چمتو ده، په ځانګړې توګه د هغو زرګونو افغانانو د اړتیاوو په اړه اندېښنه لري چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.»
د اروپا کمېسیون څرګنده کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې اروپايي اتحادیې د افغانستان د بشري ناورین مخنیوي لپاره څه باندې ۸۶۰ میلیون یورو بشري مرستو ته ځانګړي دي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق مخکې ویلي وو چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې یې نږدې ۳۷ میلیون امریکايي ډالر مرسته ترلاسه کړې او پر څه باندې ۱.۳ میلیون کسانو یې وېشلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP