منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۵ غ.و
۱۶°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

اروپايي ټولنې او یوناما په کونړ کې ښوونځي ته څېرمه د چاودنې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۵ کتنې

کابل (پژواک) – اروپايي ټولنې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) کونړ ولایت کې یوه ښوونځي ته څېرمه د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ماشومانو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.

پرون (شنبې) سهار د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد ښار په اندرسر سیمه کې یوه ښوونځي ته څېرمه د کان‌کيندنې شرکتونو د چاودېدونکو توکو په یوه زېرمتون کې چاودنه شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي چې د دې پېښې له امله لسو زده‌کوونکو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه پېښه د غفلت او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او د پېښې د څرنګوالي د لا روښانتیا لپاره څېړنې روانې دي.

په همدې حال کې، اروپايي ټولنې نن (یکشنبه) پر اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې ویلي چې په کونړ کې ښوونځي ته څېرمه د چاودنې خبر د ژورې خواشینۍ وړ دی.

دې ټولنې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ټپیانو ته د ډاډګېرنې ترڅنګ ویلي چې ښوونځي باید تل د زده‌کړو لپاره خوندي ځایونه وي او په هر ډول شرایطو کې باید د ماشومانو ساتنه وشي.

همدارنګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) په یوه پیغام کې د نومبر په ۲۸مه د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د چاودنې له امله د مرګ‌ژوبلې پر اوښتو خواشیني ښودلې ده.

یوناما ویلي چې په دې پېښه کې یو شمېر ماشومانو او نورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.