کابل (پژواک) – د هېواد د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز مطبوعاتي دفتر، پاکستان ته د کلاشینکوف د څه باندې ۱۱ زره مرمیو او ۱۲۸ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق له مخنیوي خبر ورکړی دی.
د لوی درستیز مقام د اطلاعاتو او نشراتو دفتر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ۲۰۵ البدر قولاردو سرحدي ځواکونو په اړوندو سیمو کې د امنیتي ګزمو پر مهال د کلاشینکوف د ۱۱ زره او ۳۸۰ مرمیو او ۱۲۸ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې وه چې دغه اندازه نشهيي توکي او مهمات په ناقانونه توګه له افغانستان څخه پاکستان ته ولېږدول شي.
یاد دفتر لیکلي چې دغه اقدام د سرحدونو د امنیت ټینګښت او د نشهيي توکو او مهماتو له قاچاق سره د مبارزې په موخه شوی دی.










