کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د ا.ا ریاستالوزراء اداري مرستیال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د چین – سوېلي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چین – جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.
سرچینې زیاته کړې، دغه سفر د چین د رسمي بلنې پر اساس ترسره کېږي او د پلاوي په ترکیب کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمدنعیم وردګ هم شامل دي.
ارګ زیاته کړې، مولوي عبدالسلام حنفي به د خپل دغه سفر پر مهال د چین – جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون او وینا کولو ترڅنګ د چین له یو شمېر چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP