منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

چین

۲۲۲ راپورونه

راپورونه

سي‌اېن‌اېن: امریکا له چین سره د اټومي تاسیساتو د متقابلو کتنو پر پیل بحث کړی

سي‌اېن‌اېن د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له چین سره د دواړو هېوادونو د اټومي تاسیساتو د متقابلو کتنو پر پیل بحث کړی او غواړي په راتلونکو میاشتو کې د حضوري غونډو پر مهال هم دا موضوع تعقیب کړي.

له واخان څخه د چین تر پولې سړک پرانیستل شو؛ چارواکو پر اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګار وکړ

د بدخشان د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ مسوولینو د دې پروژې بشپړېدل مهم اقتصادي ګام وباله؛ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د هېواد د بیارغونې او پراختیا د دوام غوښتنه وکړه؛ نوموړي دغه‌راز خبرداری ورکړ چې د نظام پر وړاندې هر ډول «بغاوت» به وځپل شي.

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډله چین ته ولاړه

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون اعلان کړی چې د هېواد د سوک‌وهنې ملي لوبډله د سوک‌وهنې په څلورم نړۍوال فسټیوال کې د ګډون لپاره چین ته ولاړه. د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون پر…

د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د چین د توغندیزې ازموینې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

رویټرز راپور ورکړی چې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د «ارام سمندر د ټاپوګانو فورم» په کلنۍ غونډه کې په دې سیمه کې د چین د لري واټن ويشتونکي بالسټیک توغندي د ازمېښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې؛ خو ناورو له دغه دریځ سره مخالفت کړی دی.

د چین ولسمشر مصر ته په سفر تللی

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په یوه رسمي سفر مصر ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د دغه هېواد له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د…

افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه د چین ټینګار؛ ا.ا: د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي

چین په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو سره پر مبارزې، د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې پر ملاتړ ټینګار کړی او اسلامي امارت وایي، اجازه نه ورکوي چې د…

شي جين‌پينګ: چین به د مصنوعي ځیرکتیا د نوي نړۍوال نظم مشري وکړي

د چین ولسمشر شي جين‌پينګ د شانګهای د مصنوعي ځیرکتیا نړۍوال کنفرانس د پرانیستې پر مهال ویلي چې هېواد به يې د مصنوعي ځیرکتیا د نوي نړۍوال نظم په رامنځته کولو کې مخکښ رول ولوبوي او د دې ټکنالوجۍ د پرانیستې سرچینې د پراختیا ملاتړ به وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د چین د شینګدائو نندارتون مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د چین د شینګدائو نړۍوال نندارتون له مرکز سره یې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د نندارتونونو جوړولو او ګډو غونډو ترسره کولو په موخه د…

د افغانستان د ووشو ملي لوبډله چین ته ولاړه

د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون وایي، د هېواد د ووشو ملي لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته ولاړه. د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې…

د چین ولسمشر شمالي کوریا ته سفر وکړ

د راپورونو له مخې، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په دوه ورځني رسمي سفر شمالي کوریا ته تللی او د دغه هېواد له مشر کیم جونګ اون سره یې لیدلي دي. رویټرز خبري اژانس راپور…

نور راپورونه