کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون وایي، د هېواد د ووشو ملي لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته ولاړه.
د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو اسیايي سیالۍ د چین په کوربهتوب ترسره کېږي.
سرچینه زیاتوي، د افغانستان د ووشو ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته روانه شوه.
د ووشو فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له افغانستانه شپږ ورزشکاران ګډون کوي او د روانې جون میاشتې په ۲۷مه د چین په کوربهتوب ترسره کېږي.