کابل (پژواک) – د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هانګکانګ په کوربهتوب شپږ اوريزو نړۍوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن د سوېلي افریقا له لوبډلې سره مخ کېږي.
د سیالیو د رسمي مهالوېش له مخې، دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت نهه بجې او لس دقیقې د هانګکانګ په مېشن روډ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د سوېلي افریقا او عمان له لوبډلو سره په ډي ګروپ کې ده.
د هانګکانګ په کوربهتوب دغه شپږ اوريزې سیالۍ د اکټوبر له ۳۰مې د نومبر تر لومړۍ نېټې د ۱۲ لوبډلو په ګډون د درېیو ورځو لپاره ترسره کېږي.
په دې سیالیو کې د افغانستان، سوېلي افریقا، عمان، هانګکانګ، اسټرالیا، انګلیستان، پاکستان، هند، سریلانکا، بنګلهدېش، سکاټلنډ او متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډون لري.










