ژبه

د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د چین د توغندیزې ازموینې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

سهراب سروري

۱۳ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۹

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۵): رویټرز راپور ورکړی چې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د «ارام سمندر د ټاپوګانو فورم» په کلنۍ غونډه کې په دې سیمه کې د چین د لري واټن ويشتونکي بالسټیک توغندي د ازمېښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې؛ خو ناورو له دغه دریځ سره مخالفت کړی دی.

رویټرز نن (جمعه) په یوه راپور کې ویلي چې د پلاو ولسمشر او د دې غونډې کوربه، سورانګل ویپس جونیئر ویلي چې چین د جولای په میاشت کې د کافي معلوماتو له وړاندې کولو پرته بالسټیک توغندی ازمویلی چې د ارام سمندر د څو ټاپوګانو هېوادونو له پاسه تېر شوی دی.

د پلاو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د فورم په پای کې یوې خبري غونډې ته ویلي: «مشرانو له ټولو هغو هېوادونو چې لوی واټن بالسټیک توغندي ازمويي، غوښتي چې روڼتیا او ډاډ رامنځته کړي؛ له دې ډلې لږ تر لږه ۲۴ ساعته مخکې د ازمېښت په اړه خبر ورکول، چې له نړۍوالو کړنلارو سره سمون لري.»

د رویټرز په راپور کې د ویپس جونیئر له قوله ویل شوي چې د ناورو جمهوریت له دغه دریځ سره مخالفت کړی دی.

د راپور له مخې، ناورو تر دې مخکې د چین او ټایوان ترمنځ خپل ډیپلوماتیک دریځ بدل کړی و او دغه هېواد په ۲۰۲۴ کال کې له چین سره ډیپلوماتیکې اړیکې بېرته ټینګې کړې.

د اسټرالیا د انرژۍ وزیر کریس بوون چې د دغه هېواد له لومړي وزیر انټوني البانیزي سره په یاده غونډه کې ګډون کړی و، ویلي: «دا په بشپړه توګه منطقي ده چې د ارام سمندر ډېری هېوادونه خپل نظر څرګند کړي او یو یا دوه هېوادونه هم متفاوت نظر ولري.»

د رویټرز د معلوماتو له مخې، د چین دغه توغندیزه ازموینه د جولای په میاشت کې ترسره شوې او د دغه راپور له مخې، دا د ۲۰۲۴ کال له سپټمبر وروسته په ارام سمندر کې د چین د توغندي لومړنۍ معلومه ازموينه وه.