کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۵): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر د چین له سفیر سره د پراختیايي او بنسټیزو پروژو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې د واخان سړک خامه چارې بشپړې شوې او اوس افغانستان له دې لارې له چین سره وصل شوی دی.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور نن په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره ولیدل.
سرچینه زیاتوي، د چین سفیر په دې لیدنه کې د واخان سړک د خامه چارو پر بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان په کچه یې د چین د روانو فعالیتونو او همکاریو په اړه معلومات ورکړل.
د هغه په خبره، چین په افغانستان کې یو شمېر لویې پراختیايي او بنسټیزې پروژې په ښه کیفیت عملي کړې دي او په راتلونکي کې به هم له اسلامي امارت سره په بشپړې همغږۍ بېلابېلې پروژې پلې کړي.
بلخوا، ملا عبداللطیف منصور ویلي، افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکې له لارې وصل دی، خو چین یوازېنی هېواد و چې تر دې دمه یې د ځمکې لار نه ورسره درلوده.
هغه زیاته کړې: «له نېکه مرغه د واخان سړک خامه چارې بشپړې شوې، افغانستان له چین سره وصل شوی او پاتې چارې یې هم روانې دي.»
منصور ویلي، د افغانستان خلک د واخان سړک پر جوړېدو خوښ دي او له چینه یې غوښتي چې په هېواد، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې پرمختیايي اړتیاوې ډېرې دي، د بنسټیزو او پراختیايي پروژو پلې کېدو کې همکاري زیاته کړي.
هغه دغهراز د چین له سفیره غوښتنه کړې چې په هغو وروسته پاتې سیمو کې پروژې پلې کړي چې خلکو ته یې اړتیا ډېره ده.