هرات (پژواک) – د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د هرات په تورغونډۍ بندر کې د امارتي استراس شرکت د فعالیت له ۲۴ ساعته کېدو خبر ورکړی او وايي چې دغه پرېکړه د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر د چټکتیا او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه شوې ده.
دغه ریاست پر خپله اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې امارتي استراس شرکت د هرات ولایت له مقام او سوداګرو سره په همغږۍ، د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا، د توکو د لېږد او انتقال بهیر د چټکتیا او د سوداګریزو چارو د ښه تنظیم په موخه دغه ګام اخیستی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تورغونډۍ بندر کې د دغه شرکت فعالیت د شپې او ورځې په ټولو ساعتونو کې په پرلهپسې توګه دوام لري او دې چارې د سوداګریزو توکو د چټک لېږد او سوداګرو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د ترسره شوو هوکړو او ۲۴ ساعته فعالیت د پیل په پایله کې، په دغه بندر کې د توکو د لېږد د واګونونو شمېر په یوه شپه او ورځ کې ۱۰۰ ته لوړ شوی چې د دغه شرکت په وینا، د پخواني شمېر دوه برابره دی.










