ژبه

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډله چین ته ولاړه

سهراب سروری

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۰

Views: ۶

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون اعلان کړی چې د هېواد د سوک‌وهنې ملي لوبډله د سوک‌وهنې په څلورم نړۍوال فسټیوال کې د ګډون لپاره چین ته ولاړه.

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د هېواد د سوک‌وهنې ملي لوبډله نن (شنبه) سهار چین ته روانه شوه.

دغه فدراسیون ویلي چې دغه فسټیوال د «کمربند او لارې» ځوانانو په نوم جوړېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سیالیو کې د ځوانانو د روزنیز کمپ او نړۍوالو سیالیو پروګرامونه شامل دي او د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له ۱۴مې تر ۳۰مې پورې د چین په شین‌جیانګ کې ترسره کېږي.

د سوک‌وهنې ملي فدراسیون ویلي چې د افغانستان په پلاوي کې اووه ورزشکاران، دوه روزونکي او دوه د‌وریشمن شامل دي.