ژبه

په چین کې د ځمکې ښوېدنه؛ اته کسان مړه او ۳۴ نادرکه دي

احمد صهیب حسرت

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۰

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چین په سوېل‌لوېدیځ چونګ‌چینګ ښار کې د ځمکې ښوېدنې له امله اته کسان مړه، ۳۴ نور نادرکه او لس کسان ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه د جمعې په ورځ سهار ۹:۰۸ بجې د پینګ‌شوی ولسوالۍ په یوه استوګنیزه سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې لیکلي چې د ځمکې ښوېدنې له امله د غره په لمنه کې څو استوګنیزې ودانۍ نړېدلې او له شاوخوا سیمو څخه تر زرو ډېر کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د جمعې تر ماسپښین پورې لس کسان ټپیان شوي وو چې د دوو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ لارښوونه کړې چې د نادرکه کسانو د لټون او ژغورنې عملیات دې دوام ومومي او د ځمکې ښوېدنې لامل دې وڅېړل شي.

تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی معلوم شوی.