کابل (پژواک): د امریکا د فدرالي مخابراتو کمېسيون اعلان کړی چې د امنیتي اندېښنو له امله غواړي د چین مخابراتي شرکتونو ته د امريکا د ټیلېفوني شمېرو پر مستقیم لاسرسي بنديز ولګوي.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د فدرالي مخابراتو کمېسیون (FCC) اعلان کړی چې د نومبر په ۱۹مه به د هغې طرحې په اړه رایهاچونه وکړي چې له مخې یې د چین «موبایل»، «چاینا ټیلیکام»، «چاینا یونیکام» او د انټرنېټي پروتوکول (IP) پر بنسټ د مخابراتي خدمتونو نورو وړاندېکوونکو ته د امریکا د ټیلېفوني شمېرو مستقیم لاسرسی منع کېږي.
د راپور له مخې، دغه اقدام د ناقانونه اتومات ټیلېفوني اړیکو او ټیلېفوني درغلیو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.
د امریکا د فدرالي مخابراتو کمېسیون مشر برېنډن کار ویلي چې دا پرېکړه به د هغو کسانو او ډلو پر وړاندې د امریکا لومړنۍ دفاعي کرښه پیاوړې کړي چې له ناقانونه اتومات ټیلېفوني اړیکو څخه ګټه اخلي.
دغه کمېسیون همدارنګه ویلي چې غواړي د انټرنېټي پروتوکول پر بنسټ د مخابراتي خدمتونو هغه وړاندېکوونکي هم له فعالیت څخه منع کړي چې د هغو شرکتونو تجهیزات کاروي چې د امریکا د ملي امنیت لپاره د ګواښونو په نوملړ کې شامل دي؛ په دې شرکتونو کې «هواوې» او «زد ټي ای» هم شامل دي.
د دې طرحې په یوه بله برخه کې د امریکا د فدرالي مخابراتو کمېسیون ویلي، چې د ۲۰۲۸ کال له ډسمبر میاشتې وروسته به د چین لابراتوارونو ته اجازه ورنه کړي چې د امریکا په بازار کې د کارېدونکو برېښنايي وسایلو ازموینه او تأیید ترسره کړي.
راپور زیاتوي چې دغه کمېسیون ښايي د چیني شرکتونو لپاره د امریکا ټیلېفوني شمېرو ته د مستقیم لاسرسي جواز هم لغوه کړي. دغه اقدام به د هغو شرکتونو په اړه عملي شي چې د دغه کمېسیون له نظره د امریکا ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.
امریکا له دې مخکې هم په دغه هېواد کې د چین د درېیو سترو مخابراتي شرکتونو، «چاینا موبایل»، «چاینا ټیلیکام» او «چاینا یونیکام» نړۍوال فعالیتونه منع کړي وو.
واشنګټن د دغو محدودیتونو لامل د امنیتي اندېښنو او د مخابراتي زیربناوو له لارې د احتمالي جاسوسۍ خطر بللی دی؛ خو چین تل په دې برخه کې هر ډول سرغړونه رد کړې ده.









