کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): د چین او روسیې ولسمشرانو نن په بیجینګ کې لیدنه کړې او ټاکل شوې وه د منځني ختیځ د وضعیت، د اوکراین د جګړې او د چین او امریکا ترمنځ د وروستیو خبرو د پایلو په اړه وغږېږي.
په بیجینګ کې د الجزیرې خبریال ویلي، چین ته د ولادیمیر پوتین سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د نږدې همکاریو ۲۵م کال ته داخلې شوې دي.
د هغه په خبره، دغه لیدنه به تر ډېره د مسکو او بیجینګ ترمنځ د شته همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا متمرکزه وي.
په راپور کې راغلي، ټاکل شوې وه د چین او روسیې مشران به د منځني ختیځ د وضعیت، د اوکراین جګړې او همداراز د چین او امریکا ترمنځ د وروستیو خبرو د پایلو په اړه د نظر تبادله وکړي.
سرچینې لیکلي، له پوتین سره په دغه سفر کې روسي دولتي چارواکي او سوداګر ملتیا کوي.
کرملین اعلان کړی چې دواړه هېوادونه به د اقتصاد، ګرځندوی، پوهنې او انرژۍ برخو کې شاوخوا ۴۰ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.
د څارونکو په خبره، د انرژۍ امنیت به د دواړو مشرانو د خبرو له مهمو ټکو وي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۴مه او ۱۵مه بیجینګ ته سفر کړی و او هلته یې له شي جینپینګ سره د سوداګرۍ، ټایوان، ایران او نورو نړۍوالو مسئلو په اړه خبرې کړې وې.