کابل (پژواک) – د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په تبت سیمه کې د ریښتر په کچه د ۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه زلزله د پنجشنبې په ورځ، د اکټوبر په ۲۲مه، د شپې شاوخوا ۱۰:۳۳ بجې په ځايي وخت د چین په سوېل لوېدیځه تبت سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د ناګچو ښار د بېړنیو حالاتو د مدیریت ادارې له قوله راپور ورکړی چې د یادې زلزلې له امله د ۳۲ ټپیانو له ډلې د ۱۱ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ۲۱ نورو سطحي ټپونه اخیستي دي.
د راپور له مخې، چینايي چارواکو د دغې زلزلې له رامنځته کېدو وروسته د هغې د پایلو د مدیریت او زیانمنو کسانو ته د رسېدنې په موخه د بېړني غبرګون دویمه درجه فعاله کړې ده.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز په یوه غرنۍ سیمه کې، د ناګچو ښار شاوخوا ۱۹۰ کیلومتره ختیځ ـ شمالختیځ او د تبت د مرکز لهاسا شاوخوا ۳۹۰ کیلومتره شمالختیځ ته موقعیت لري.
ځايي چارواکو ویلي چې د زلزلې مرکز ته په نږدې کلیو کې د یو شمېر کورونو دېوالونه درزونه شوي او مرکز ته په نږدې یوه کلي کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي دي.
د چین دولتي رسنیو له لوري په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د سیمې اوسېدونکي له خپلو کورونو راوتلي او د ځان ساتنې لپاره یې په ازادو سیمو او پر سړکونو په درول شوو موټرو کې پناه اخیستې ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، دا د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له جنورۍ راهیسې په چین کې تر ټولو زوروره زلزله ده.