پیرو کې د زلزلې له امله شپږ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي
د پیرو چارواکي وایي چې د دغه هېواد د انډیز غرنۍ سیمه کې د ۵.۵ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه، څه باندې ۳۰ ټپیان او ۳۰۰ نور بېځایه شوي دي.…
د پیرو چارواکي وایي چې د دغه هېواد د انډیز غرنۍ سیمه کې د ۵.۵ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه، څه باندې ۳۰ ټپیان او ۳۰۰ نور بېځایه شوي دي.…
پاکستاني چارواکو ویلي چې د پنجاب ایالت د جهلم ولسوالۍ کې د زلزلې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه…
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې د تېرې شپې زلزلې له امله د هېواد په شپږ ولایتونو کې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي. د اسلامي امارت مرستیال…
چین، بحرین، قطر، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او جي۷ سازمان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله پر رامنځته شوې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او د زیانمنو د ملاتړ او…
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې په شمالي ولایتونو د تېرې شپې زلزلې له امله ځينې تاریخي ودانۍ، لکه د بلخ روضه شریفه او د سمنګان جهاننما بڼ هم جزوي زیانمن کړي دي. د…
بدخشان کې ځايي چارواکي وایي چې د تېرې شپې زلزلې له امله د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې هم شاوخوا ۸۰۰ کورونه بشپړ یا یو څه نړېدلي دي. د بدخشان د طبيعي پېښو…
مسوولې سرچینې وايي چې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، څه باندې ۶۷۰ نور ټپیان شوي او سلګونه کورونه بشپړ…
د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د تېرې شپې زلزلې له امله د اوزبېکستان وارداتي برېښنا شبکې زیان لیدلی او د کابل په ګډون پر څو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده. د افغانستان د برېښنا…
سرچینې وايي چې د تېرې شپې زلزلې له امله په سمنګان او بلخ ولایتونو کې تر اوسه ۲۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۳۲۰ نور ټپیان شوي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي. یاده زلزله…
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې نوي ډیلي د افغانستان د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال پر…
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلو کورونو د بیارغونې چارو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو…
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له امله د مرګژوبلې شمېر لوړ شوی خو ځینو غیرمسوولو کسانو دغه شمېر ډېر لوړ ښودلی چې حقیقت نه لري.
د ا.ا مرستیال ویاند وایي، په زلزلهځپلو سيمو کې نن هم د ژغورنې عملیات روان و؛ د کونړ په زلزله کې تردې دمه د مړو شمېر ۱۴۵۷، د ټپیانو ۳۳۹۴ او د ویجاړشوو کورونو شمېر ۶۷۸۲ ثبت شوی دی.
چین، ایران، هند، ترکیې او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره نغدي او د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کړې او اروپايي ټولنې هم اعلان کړی چې له زلزلهځپلو سره یو میلیون یورو بېړنۍ او د ۱۳۰ ټنه مرستندویه توکو مرسته کوي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د کونړ په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د وړمې شپې زلزلې له امله تر دې دمه د مړه شوو کسانو شمېر ۱۴۱۱ او د ټپیانو ۳۱۲۴ ته رسېدلی او ۵۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.
د برېتانیا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره د یو میلیون پونډو بېړنۍ مرستې له ځانګړې کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه اندازه پیسې به د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري زلزلهځپلو ته ووېشل شي.
د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، د هېواد په ختیځ کې د وړمې شپې په مرګونې زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر ۱۱۲۴ او د ټپيانو ۳۲۵۱ ته رسېدلی او له اته زره ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې ټیمونه یې د بېړنیو مرستو رسولو لپاره سیمې ته استول شوي دي. جاپان او ترکیې هم د دې مرګونې پېښې له قربانیانو سره خپله غمرازي ښودلې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې په کونړ او ننګرهار کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۶۲۲ کسان مړه، ۱۵۵۵ نور ټپيان او ډېر شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.
چارواکي وایي چې په کونړ ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۲۰۰ کسان مړه او له دوو زرو ډېر ټپيان شوي او ننګرهار او لغمان کې هم شاوخوا ۳۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، میانمار کې د زلزلې د قربانیانو شمېر څه باندې ۳۰۰۰ کسانو ته رسېدلې او زرګونه کسان په داسې حال کې ټپيان او لادرکه دي چې د هوا د سختو شرایطو او بارانونو له امله ښايي د ژغورنې هڅې لا پېچلې او د ناروغیو د خپرېدو خطر هم ډېر شي.