منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:41 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

د پاکستان په پنجاب کې د زلزلې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او  ۱۱ نور ټپیان دي

· 1 دقیقه لوستل · 137 کتنې

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۵): پاکستاني چارواکو ویلي چې د پنجاب ایالت د جهلم ولسوالۍ کې د زلزلې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه زلزله د سې‌شنبې په ماښام د جهلم ولسوالۍ اړوند د پنډ دادن‌خان تحصیل د جلال‌پور شریف په سیمه کې شوې او شاوخوا ۱۰ کورونو ته یې سخت زیان اړولی دی.

د جهلم مرستیال کمېشنر میر رضا اوزګن ویلي، پولیس، ژغورنې ډلې او ځايي اداره سیمې ته رسېدلې او د ژغورنې عملیات او د زیانونو ارزونه روانه ده.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴.۸ درجې و، د ځمکې له سطحې ۱۲ کیلومتره ژوره رامنځته شوې او مرکز یې د جهلم سوېل لوېدیځ ته ۵۸ کیلومتره لرې و.

خواجه نصیراحمد صدیقی