د چین په تبت کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو شمېر ۱۲۶ کسانو ته ورسېد
د راپورونو له مخې، د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د سختې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه او ۱۸۸ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د سختې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه او ۱۸۸ نور ټپیان شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د سختې زلزلې له امله ۵۳ کسان مړه او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.
د ټایوان دولت د دغه هېواد په ختیځ کې د رېښتر په کچه د ۷،۴ درجې زلزلې خبر ورکوي او د سونامي رامنځته کېدو له احتماله یې خبرداری ورکړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د ځمکپېژندنې اداره وايي چې نن سهار د بدخشان په ولايت کې دوې زلزلې وشوې.
د جاپان چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په ایشیکاوای ولایت کې د تېرې دوشنبې زلزلې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۶۲ ته رسېدلی دی.
د جاپان په شمال کې ځايي مسوولینو اعلان کړی چې د دغه هېواد په هوکایدو ټاپو کې پرون د رېښتر په کچه د ۷.۶ زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۰ او د ټپیانو شمېر ۱۴ کسانو ته لوړ شوی دی.
نن سهار شاوخوا ۶:۴۰ بجې د رېښتر په کچه ۴.۹ درجې یوې زلزلې د بدخشان ولایت ځینې برخې ولړزولې.
بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، نن سهار هم په دغه ولایت کې زلزله وشوه او ژوروالی یې ۳۱ کیلومتره د ځمکې لاندې ښودل شوی دی.
د هرات وروستۍ مرګونې زلزلې د دې ترڅنګ چې زرګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله، د بازارونو، پوهنتونونو او ښوونځيو تړل کېدو لامل هم شوې دي.
فراه کې مسوولین وايي، له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې دغه ولایت ته له هراته د زلزلې له وېرې ور کډه شوې سلګونه کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د نننۍ زلزلې له امله تر اوسه دوه مړي او ۱۱۷ ټپیان روغتون لېږدول شوي دي.
فراه کې امنیتي سرچینې وايي، نن سهار د دغه ولایت په مرکز کې د زلزلې له امله د یوه کور خونه نړېدلې چې دوه ښځې او یو سړی ټپیان شوي دي.
د ریاستالوزارء اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې زلزلهځپلو ته ډاډ ورکړی چې د زلزلې له امله وران شوي کورونه به یې بېرته په اساسي ډول جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا وایي، غړو یې د دې شورا ناسته کې د هرات خونړۍ زلزلې قربانیانو ته د درناوي په پار یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشنګټن د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې اغېزې او څرنګوالی څېړي.
د هرات ښار اوسېدونکي وایي، دغه ښار یو ځل بیا زلزلې ولړزاوه او یو شمېر خلک له وېرې له خپلو کورونه وتلي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مخکې ویلي وو چې هرات کې زلزلې نږدې ۱۱۳۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې، خو اوس وایي، دا شمېرې سمې نه دي او ۲۰۵۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، مراکش کې د سختې زلزلې له امله ۲۹۶ کسان مړه او ۱۵۳ نور ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د وړمې شپې زلزلې له امله پنځه کسان مړه او ۹۲ نور ټپیان شوي دي. وړمه شپه (د وري لومړۍ نېټه) د ماخوستن نهه…
په تخار کې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړه شوو شمېر ۱۱۲۰۰ او د ټپیانو تر ۴۰ زرو پورې رسېدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په ترکيې او سوريې کې د زلزلې له امله له دغو دواړو هېوادونو سره غمشريکي وښوده او له اسلامي هېوادونو او نړۍوالو مرستندويه ادارو یې وغوښتل چې د زلزلې له قربانيانو سره مرستې وکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت د اندونیزیا پر هغې زلزلې خواشیني څرګنده کړې چې په ترڅ کې یې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ريښتر په کچه ۵،۱ درجې زلزلې د بدخشان مرکز فیضاباد ښار او د دغه ولایت ځینې ولسوالۍ ولړزولې.