ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزارت: مخکنۍ شمېرې سمې نه وې، هرات کې ۲۰۵۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

وزارت: مخکنۍ شمېرې سمې نه وې، هرات کې ۲۰۵۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
8 Oct 2023 - 12:12
وزارت: مخکنۍ شمېرې سمې نه وې، هرات کې ۲۰۵۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
8 Oct 2023 - 12:12

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مخکې ویلي وو چې هرات کې زلزلې نږدې ۱۱۳۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، خو اوس وایي، دا شمېرې سمې نه دي او ۲۰۵۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څو پرله‌پسې زلزلو ولړزول.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت نن له غرمې مخکې په ۱۱ نیمو بجو کابل کې خبریالانو ته وویل چې په هرات ولایت کې د زلزلې له امله ۲۰۵۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۲۴۰ نور ټپيان شوي دي.

خو دغه وزارت نن له غرمې وروسته په دوو نیمو بجو پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه شمېرې سمې نه دي.

سرچینه زیاتوي: «اوس په سیمه کې د بېړني وضعیت له امله، د بېلابېلو ټیمونو له خوا مرکز ته ضد او نقیض راپورونه رارسېدلي چې پورته شمېرې سمې نه دي او د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د یادو شمېرو د خپرولو له امله د افغانستان له ملت په ځانګړي ډول د هرات ولایت له خلکو بښنه غواړي.»

وزارت لیکلي چې په هرات کې د زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې کره شمېر ۲۰۵۳ دی او ۹۲۴۰ تنه د زلزله‌ځپلو سېمو د کلیو نفوس دی.

په خبرپاڼه کې نه دي راغلي چې له یادو څه باندې دوه زره کسانو څومره یې مړه او څومره ټپیان دي.

یاد وزارت مخکې ویلي وو چې په زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او د ژغورنې ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.

د راپورونو له مخې، یاده ډېره مرګ‌ژوبله د هرات په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې اوښتې ده.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو او اړوندو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښې ځای ته ژر ځانونه ورسوي، له ټولو شته امکاناتو کار واخلي، د زيانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تېره ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو چې د هرات روغتونونو ته یې د زلزلې له امله د ټپي شوو کسانو د درملنې لپاره درمل او طبي توکي استولي او د اړتیا پر مهال به په دې برخه کې نوره مرسته هم وکړي.

Views: 332

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.