منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د وړمې شپې زلزلې مرګ‌ژوبله؛ پنځه کسان مړه او ۹۲ نور ټپیان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۴ کتنې · تازه شوی

څلورم تعقیب- کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲ ): د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د وړمې شپې زلزلې له امله پنځه کسان مړه او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.

وړمه شپه (د وري لومړۍ نېټه) د ماخوستن نهه بجې او شل دقیقې یوې زورورې زلزلې د هېواد شمال‌لوېدیځ، مرکزي، ختیځ او سوېل‌ختیځ ولایتونه ولړزول؛ دغه‌راز د زلزلې ټکانونه په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم محسوس شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل: «د هېواد په ټولو ولایتونو کې وروستي ارقام کوم چې تر تېرې شپې موږ راټول کړل، پنځه تنه شهيدان شوي او ۹۲ تنه نور ټپيان دي.»

هغه زياته کړه، ټول روغتيايي مراکز د زلزلې له وخته اماده دي، روغتيايي پرسونل خپل ولس ته په خدمت بوخت دي، نهايي هڅه شوې څو بېړنيو ناروغانو ته رسېدنه وشي او زیاتوي چې د ټپيانو وضعيت ډېر نازک نه دی.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت ویاند وايي چې تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر له لسو اوښتی او دغه راز د ټپیانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند شفیع‌الله رحیمي پژواک ته وویل: «نوي ارقام، له ۸۰۰ څخه زيات کورونه لرو چې ویجاړ شوي، د زخميان تعداد هم تر ۵۰ څخه زیات دی او د شهیدان تعداد چې نوي موږ سره په لومړيو ارقامو کې چې اوس راسره شریک شوي، تقريباً لس نفره دي.»

هغه زياتوي، له سروې وروسته به وروستي کره ارقام څرګند شي.

له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو له خوا ټولو ولایتي مسوولینو ته خبر ورکړل شوی چې د زلزلې له امله د احتمالي زیانونو پر مهال له خلکو سره مرستو ته چمتووالی ونیسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې