ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان یو ځل بیا نسبي زورورې زلزلې لړزولی

بدخشان یو ځل بیا نسبي زورورې زلزلې لړزولی

author avatar
15 Nov 2023 - 11:53
بدخشان یو ځل بیا نسبي زورورې زلزلې لړزولی
author avatar
15 Nov 2023 - 11:53

فیض‌اباد (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، نن سهار هم په دغه ولایت کې زلزله وشوه او ژوروالی یې ۳۱ کیلومتره د ځمکې لاندې ښودل شوی دی.

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست پېښو ته د رسېدو امر محمد کامګار وايي، نن سهار شاوخوا څلورنیمې بجې د بدخشان مرکز او یو شمېر ولسوالۍ زلزلې ولړزولې.

هغه زیاته کړه چې دغه زلزله د ریښتر په کچه ۴،۹ درجې او مرکز یې د بدخشان زیباک ولسوالۍ اړوند د رباط دښته وه چې ژوروالی یې ۳۱ کیلومتره د ځمکې لاندې ښودل شوی دی.

د هغه په خبره، د یادې زلزلې له امله چا ته ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د ریښتر په کچه ۵،۳ درجې زلزله شوې وه.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.