<p style="text-align: justify;">فیضاباد (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۲): نن سهار شاوخوا ۶:۴۰ بجې د رېښتر په کچه ۴.۹ درجې یوې زلزلې د بدخشان ولایت ځینې برخې ولړزولې.</p>
<p style="text-align: justify;">د دغې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت ازغنجخواه ولسوالي او ژوروالی یې ۱۴۴ کیلومتره د ځمکې لاندې ښودل شوی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست پېښو ته د رسېدو برخې امر محمد کامګار د یادې زلزلې په تایید سره ویلي چې تر اوسه له دې امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه معلومات نشته.</p>