کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د پیرو چارواکي وایي چې د دغه هېواد د انډیز غرنۍ سیمه کې د ۵.۵ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه، څه باندې ۳۰ ټپیان او ۳۰۰ نور بېځایه شوي دي.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه زلزله د شنبې په شپه نهه بجې او ۲۴ دقیقې شوې ده. د زلزلې مرکز د هوانکایو ولایت د سیکایا ښار سوېللوېدیځ ته په دوه کیلومترۍ او ژوروالی یې د ځمکې لاندې په ۱۰ کیلومترۍ کې و.
د پیرو د ملکي دفاع ملي انسټیټیوټ ویلي چې د ورک شوو کسانو کره شمېر لا هم نه دی معلوم. د دې زلزلې له امله ګڼې ودانۍ نړېدلې یا سختې زیانمنې شوې دي.
د راپور له مخې، په چونګوس باخو سیمه کې د «سانټیاګو دې لېون» تاریخي کلیسا او صومعه هم زیانمنه شوې ده. دغه تاریخي ودانۍ په ۱۵۶۵ میلادي کال کې جوړه شوې او د پیرو د ملي میراث په توګه ثبت شوې ده.
د ملکي دفاع د سیمهییزې ادارې مشر لوئیس واسکز ویلي، په دې غرنۍ سیمه کې د کورونو په جوړولو کې د خامو خښتو او لومړنیو ساختماني موادو کارونې د مرګژوبلې او مالي زیانونو کچه لوړه کړې ده.
پیرو د «ارام سمندر د اور کړۍ» په نوم سیمه کې موقعیت لري چې زلزلې پکې په مکرر ډول رامنځته کېږي. په ۲۰۰۷ میلادي کال کې هم د دغه هېواد د پیسکو ولایت ۷.۹ درجې زلزلې نږدې ۶۰۰ کسان وژلي وو.