Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: افغانستان له چين او د سويلي اسيا هيوادونو سره د همکاريو پراختيا ته لېواله دی

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، افغانستان د چین او د سویلي اسیا له هېوادونو سره د همکاریو پراخولو ته لیوالتیا لري او د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د مرکزي، سویلي او ختیځې اسیا ترمنځ د نښلوونکي پُل رول ولوبوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د چين رسمي سفر پر مهال د چين-سويلي اسیا نهم نړيوال نندارتون (CSA) کې چې په کونمينګ ښار کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.

حنفي ویلي، د چين-سويلي اسیا نندارتون د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او سیاسي همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت دی.

هغه زیاته کړې، چین د نړۍ یو اقتصادي ځواک په توګه د «یو کمربند، یوه لار» په څېر نوښتونو له لارې د سیمې هېوادونو د ودې او پراختیا لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ټینګار کړی چې افغانستان له چین او د سویلي اسیا هېوادونو سره د کانونو استخراج، انرژي، ترانزیت، ټکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ته لیوال دی او په سیمه کې د ځانګړي موقعیت له امله کولای شي د مرکزي، سویلي او ختیځې اسیا ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه مهم رول ولوبوي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې افغانستان هېڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې څخه چاته ګواښ رامنځته کړي، د هېڅ هېواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هېوادونو هم د ورته عمل غوښتنه کوي.

حنفي هیله څرګنده کړې چې د چين-سويلي اسیا نندارتون به د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا زیاتې پراختیا او پیاوړتیا لامل وګرځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.