منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۲ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

حنفي

۲۱ راپورونه

راپورونه

حنفي: د کډوالو ایستل د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی؛ م.م دې خپل مسئولیت ادا کړي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بش ردوستانه چارو کې د م.م د سرمنشي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو را اېستل د ګاونډیتوب او نړۍوالو سره خلاف کار دی او هیله یې څرګند کړې چې م.م په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.

غړي

حنفي: اسلامي نظام له امر باالمعروف او نهی ‌عن‌المنکر پرته نشي بشپړېدای

د امر باالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت سرپرست فراه ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، اسلامي نظام له امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر پرته نشي بشپړېدای او له خلکو یې غوښتي څو دې برخه کې د منفي تبلیغاتو ښکار نشي.

غړي

حنفي: هېڅوک حق نه لري ښځې په بدو کې ورکړي

د امر بالمعروف، نهې ‌عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر لغمان کې یوې غونډې ته ویلي، دغه وزارت د ښځو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی، هېڅوک حق نه‌ لري ښځې په بدو کې ورکړي او یا یې په نورو شرعي حقونو سترګې پټې کړي.

غړي

حنفي: په خپل ټول توان د اقتصادي ودې او ځوانانو ته د فرصتونو برابرولو لپاره هڅه کوو

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي له مرستیال سره په ليدنه کې ویلي، اسلامي امارت د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو او په بېلابېلو سیمو کې د پرمختیایي پروژو پلي کولو برخو کې په خپل ټول توان هڅه کوي.

غړي

حنفي: ملګرو ملتونو د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې همکاري نه ده کړې

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال وایي، ملګرو ملتونو د تور لیست حذفولو، د «اسلامي امارت» په رسمیت پېژندلو او په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د ورسپارلو په برخو کې لازمه همکاري نه ده کړې.

غړي

حنفي: هيڅوک د چا د صحرایي محاکمه کولو اجازه نه لري

د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې د حکومت پالیسي روښانه ده؛ هيڅوک د صحرایي محکمې اجازه نه لري او نه به هیچا ته د سرغړونې اجازه ورکړل شي.

غړي

يوه لوړپوړي حکومتي پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ

د حکومت د رييس الوزرا د مرستيال په مشرۍ يو حکومتي پلاوي د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د خبرو کولو په موخه ازبکستان هېواد ته سفر وکړ. د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله…