Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: هېڅوک حق نه لري ښځې په بدو کې ورکړي

حنفي: هېڅوک حق نه لري ښځې په بدو کې ورکړي

author avatar
21 Oct 2024 - 17:26
حنفي: هېڅوک حق نه لري ښځې په بدو کې ورکړي
author avatar
21 Oct 2024 - 17:26

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): د امر بالمعروف، نهې ‌عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر لغمان کې یوې غونډې ته ویلي، دغه وزارت د ښځو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی، هېڅوک حق نه‌ لري ښځې په بدو کې ورکړي او یا یې په نورو شرعي حقونو سترګې پټې کړي.

د امر بالمعروف، نهې‌ عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي لغمان ته تللی او هلته یې د ا.ا د مشرتابه د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو، معروفاتو اقامې او منکراتو د مخنیوي، عامه پوهاوي او همغږۍ په موخه له یو شمېر قومي مشرانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره ولیدل.

حنفي په دغه غونډه کې ویلي، د امر بالمعروف وزارت د خلکو ستونزو اورېدلو او حلولو ته ژمن دی، او خلک کولی شي خپلې ستونزې او شکایتونه د (۱۹۱) وړیا شمېرې له لاری ثبت کړي.

هغه دغه‌راز ویلي، د امر بالمعروف وزارت په ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی او هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د ناوړه دودونو پر بنسټ د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي.

دی وایي چې امر بالمعروف وزارت د ښځو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی، هېڅوک حق نه‌ لري چې ښځې په بدو کې ورکړي او یا یې پر نورو شرعي حقونو سترګې پټې کړي.

د امر بالمعروف وزیر ویلي: «ټول مسوولین او علماء مکلف دي چې په ملکي او نظامي ادارو او ټولنه کې د مشرتابه له لوري صادر شوي فرمانونه، حکمونه او لارښوونې پلې کړي، ټول علماء دنده لري ترڅو د محراب او ممبر له لارې د ټولنې په اصلاح کې برخه واخلي.»

د ده په خبره، امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي نظام د ملا د تير حیثیت لري او ټولنې ته روحي او معنوي پیاوړتیا وربخښي.

هغه ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د صادر شوو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو او امر بالمعروف او نهې پلي کولو ته ژمن دي او یاده برخه کې به بشپړه هڅه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.