منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حنفي: تورخم او سپین‌بولدک کې دې د افغان کډوالو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۱۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، په تورخم او سپین‌بولدک کې دې د افغان کډوالو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي او له هغوی سره دې د اسلامي ورورولۍ او د ښه ګاونډیټوب پر اساس چلند وشي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ په افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره وکتل.

سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې مولوي عبدالسلام حنفي وويل، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي او مسلمان هېوادونه دي چې ترمنځ يې ښې اړيکې د دواړو لورو په ګټه دي.

هغه ویلي، اسلامي امارت هیڅ ګاونډي هېواد ته بد نیت نه لري او له ټولو هېوادونو سره نيکې، ښې او د متقابل تعامل پر اساس ولاړې، اړيکې غواړي.

 په یاده لیدنه کې حنفي ویلي، پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړه بیا کتنه وکړي؛ ځکه دغه ډول تصميمونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو سبب ګرځي او د هیڅ لوري په ګټه نه دي.

هغه دغه راز ویلي، په تورخم او سپين‌بولدک کې دې د افغانانو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي، له هغوی سره دې د اسلامي ورورولۍ او د ښه ګاونډيتوب پر اساس چلند وشي او د درملنې لپاره تللي ماشومان، ښځې او بې‌ګناه نيول شوي کسان بايد له زندانونو خلاص شي.

د پاکستان سفير عبيدالرحمن نظاماني هم په دې لیدنه کې ویلي: «موږ په افغانستان کې په هر اړخيز ډول د وضعيت د ښه کېدو او په دغه هېواد کې په اقتصادي، سياسي او سوداګريزو برخو کې د مثبت او ښه تحرک غوښتونکي يوو.»

هغه د هرات وروستيو زلزلو له امله په رامنځته شوو تلفاتو خواشيني څرګنده کړه او د خپل تسليت مراتب يې وړاندې کړل او ویې ویل چې د اسلامي امارت پيغام او غوښتنې به په اسلام‌اباد کې خپلو مسوولينو ته ورسوي.

هغه ویلي، هېواد یې هڅه کوي ټول هغه مسایل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو لامل کېږي، په تفاهم حل کړي.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.