Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د کارتونو د اعتبار موده ژر تمدید کړي

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د بښنې نړۍوال سازمان وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د (پي‌اوار) کارتونو د اعتیار نېټې پای ته رسېدو ته یوازې لس ورځې پاتې دي او د تمدید ځنډول یې کولای شي د په پاکستان کې د زرګونه افغان کورنیو لپاره ناوړه پایلې ولري.

د بښنې نړۍوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د دغو کارتونو د نه تمدیدو په صورت کې به افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ شي.

د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د هویت کارتونو موده تمدید کړي او د «بهرنیو غیرقانوني وګړو د بېرته ستنولو پلان» ژر تر ژره په رسمي ډول لغوه کړي څو د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخنیوی وشي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو د (پي‌اوار) کارتونو د اعتیار نېټې پای ته رسېدو ته یوازې لس ورځې پاتې دي او د تمدید ځنډول یې کولای شي د په پاکستان کې د زرګونو افغان کورنیو لپاره ناوړه پایلې ولري.

د افغان کډوالو د هویت د ثبت (پي‌اوار) کارتونه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د پېژندلو او ملاتړ لپاره ورکول کېږي او دوی ته په هغه هېواد کې د لنډمهاله استوګنې اجازه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال له تلې میاشتې پاکستان په خپل هېواد کې د استوګنې د قانوني اسنادو نه درلودونکو افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو غندنو او غبرګونونو سره مخ شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.