منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۳ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

افغان کډوالو

۱۵۰ راپورونه

راپورونه

اتونبایوا: ملګري ملتونه هڅه کوي له افغان کډوالو او زلزله‌ځپلو سره لا ډېرې مرستې وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د شرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال سره د مخه ښې لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان هڅه کوي څو افغان کډوالو او زلزله‌ځپلو ته…

شارلوټ سلنټه: د افغان کډوالو په اړه اندېښنې به له پاکستاني او ایراني چارواکو سره شریکې کړم

د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ختيځ ته یې بېړنۍ مرستې لېږلې او د م.م امنیت شورا غونډې په څنډه کې به د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.

مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړۍوال سازمان له استازي سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو نړۍوال سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د جبري راایستنې مخنیوي او هغوی ته د دایمي سرپناوو په جوړېدو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

له راستنېدو تر بوختیا؛ هرات کې یوې مېرمن له ایرانه راستنو شوو لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو د نوې څپې له پیلېد سره ډېرې ښځې تش لاس، له ترخو خاطرو او نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنې شوې دي، خو د دې ستونزو ترڅنګ په هرات کې یوې ښځې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو دغو راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

یونیسف: له ايرانه په پراخه کچه د افغان کډوالو راستنېدو په پولو کې پر سرچینو او لومړنیو خدمتونو فشار راوړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په يوه تازه راپور کې ویلي چې د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له ایرانه څه باندې ۷۱۴ زره افغان کډوال خپل هېواد ته…

ملګري ملتونه: د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره به په کابل کې درې اړخیزه غونډه وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر وايي، ایران د افغان کډوالو اړوند د درې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی ښودلی او ټاکل شوې دغه ناسته ډېر ژر د اسلامي امارت، ایران او یواېن‌‌اېچ‌سي‌ار د استازو ترمنځ په کابل کې ترسره شي.

نور راپورونه