کابل (پژواک ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د درېیو افغان کډوالو د ژوندي سوځولو پېښه غندلې او له ایټالیايي چارواکو یې غوښتي چې د یادې پېښې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
ایټالوي چارواکو ویلي چې د ایټالیا په سوېل کې د کوزنزا ولایت اړوند په امیندولارا سیمه کې درې افغانان او یو پاکستانی وګړی په یوه خونړي برید کې د یوه موټر دننه ژوندي سوځول شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې ورځې ماښام د تېلو په یوه ټانک کې شوې ده.
د ایټالیا څارنوالۍ ویلي چې دوه پاکستاني وګړي د دغو څلورو کډوالو د قصدي وژنې په تور نیول شوي دي. د چارواکو په خبره، قربانیان او تورن کسان ټول د کرنې برخه کې د موسمي کارګرانو په توګه کار کاوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزات خبرپاڼه کې راغلي: «د ایټالیا جمهوریت د کوزنزا ولایت اړوند په امیندولارا سیمه کې درې افغان کډوال د یوه جنایي او ظالمانه برید په ترڅ کې په قصدي ډول ژوندي سوځول شوي او په شهادت رسېدلي دي.»
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه زړه بوږنوونکې او غیرانساني پېښه په کلکو ټکو غندلې او له ایټالیالوي چارواکو یې غوښتي چې د دې پېښې څېړنه دې وکړي، عاملین یې دې د قانون منګولو ته وسپاري او د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د حقونو د تأمین او عدالت د تحقق لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
یاد وزارت په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، عزت، امنیت او اساسي حقونو خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني هم د یادو کسان سوځول «یو وحشتناک جنایت» بللی او ویلي یې دي چې ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونه کړي؛ هغه پېښه چې په تړاو یې دوه پاکستاني وګړي نیول شوي دي.