کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۴): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، په روان میلادي کال کې له پاکستان او ایران څخه ۳/۲ میلیون افغانان خپل هېواد ستانه شوي او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن (پنجشنبه) په یوه راپور کې لیکلي چې له ګاونډیو هېوادونو لسګونه زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي دي.

یاد سازمان څرګنده کړې: «روان کال کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۳/۲ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي؛ موږ د دوی بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتونکي یو.»

یاد سازمان زیاته کړې، د کډوالو پراخه راستنېدنه انساني ناروین رامنځته کوي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري د ژغورونکې مرستې ترسره کولو لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري زیاته کړې چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ تر ۳۰مې نېټې څه باندې ۲۸۲ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي او له دې ډلې شاوخوا ۱۰۷۶۰۰ کسان په جبري توګه اخراج شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د زمري په ۸مه ویلي وو چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې دوه میلیون کسان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۸/۱ میلیون کسان په جبري توګه له ایرانه ایستل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مخکې ویلي وو چې اوسمهال په دغه هېواد کې څه باندې شپږ میلیون افغانان شتون لري او پرېکړه یې کړې چې د روان کال تر پایه به له دوی دوه میلیون کسان اخراج کړي.