ژبه

د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه ایران ته کاري ټیمونه واستول شول

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبت په موخه د یاد هېواد مشهد او زاهدان ښارونو ته کاري ټیمونه واستول شول.

د احصایي او معلوماتو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هویت د تثبیت او د ارشیف د تنظیم ریاست دغه کاري ټیمونه به د ایران په یادو ښارونو کې د افغان کډوالو د هویت له تثبیت وروسته، هغوی ته د افغاني هویت ځانګړي درې‌کلن کارتونه ورکوي.

سرچینې زیاته کړې، د یاد کارت پر بنسټ به د کډوالو د پاسپورټ ترلاسه کولو او تعلیمي او تحصیلي ستونزې حل شي او ایران به هم همدې اسنادو ته په کتو اقامتي اسناد صادروي.

د احصایي او معلوماتو ادارې لیکلي چې څه موده مخکې د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال محمدنبي نصرت په مشرۍ یوه پلاوي په ایران کې د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل او د کاري ټیمونو د کاري اړتیاوو د ارزونې په موخه سفر کړی و.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکو ورځو کې به په تهران ښار کې هم ورته کاري ټیم خپل کارونه پیل کړي.