کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵):د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالات د داسې پلان ارزونه کوي چې له مخې یې یو شمېر افغان کډوال له قطر څخه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي.
نیویارک ټایمز نن راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام تر درولو وروسته چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو د کانګو ته د لېږد په اړه خبرې کوي.
په راپور کې د یوه بشردوستانه کارکوونکي له قوله ویل شوي چې دغه افغانان، چې له تخلیې وروسته قطر ته لېږدول شوي، له یوې سختې پرېکړې سره مخ دي: «یا دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي، یا دې کانګو ته ولېږدول شي.»
سرچینه زیاتوي چې په دې ډله کې د امریکا پوځ ژباړونکي، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخواني غړي او د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي. له ۴۰۰ څخه زیات ماشومان هم په دې کسانو کې دي.
راپور همداراز وایي چې دغه افغانان له یو کال څخه ډېر وخت کېږي چې په قطر کې په نامعلوم حالت کې ژوند کوي. دوی د امریکا له لوري د تخلیې وروسته، د ۲۰۰۱ کال راهیسې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله هلته انتقال شوي وو.
د «AfghanEvac» مرستندوی بنسټ مشر شاون وندایور ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له لوري د دې پلان په اړه معلومات ورسره شریک شوي دي. د هغه په وینا، افغانانو ته دا انتخاب ورکول کېږي چې یا افغانستان ته ستانه شي او یا کانګو ته ولېږدول شي؛ هغه هېواد چې خپله د نړۍ له سختو بشري کړکېچونو څخه یو سره مخ دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مهال په کانګو کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات کډوال شتون لري چې ډېری یې د مرکزي افریقا له جمهوریت او رواندا څخه دي.