Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، په پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې یې د افغان کډوالو لاسنیوي په موخه ۲۱ میلیون امریکايي ډالر د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته سپارلې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي، ملګري ملتونه دې ایران کې پناهغوښتونکو، په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې له پنځه میلیونه ډېر افغان کډوالو په اړه خپلو دندو ته پاملرنه وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي چې ترکیه دې د افغان کډوالو د قانوني کولو لپاره پر کړنلاره کار وکړي او افغانانو ته دې کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغان کډوالو جبري ایستلو ته په غبرګون کې ویلي چې په پاکستان کې د یونیم میلیون افغان کډوالو شتون پر دغه هېواد کوم بوج نه راولي.
په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د هالنډ له شارژدافیر سره په لیدنه کې د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو، د تعامل د اهمیت او له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړې دي.
په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي پروژو او له پاکستانه په زور د افغان کډوالو پر ایستلو خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند وایي چې له پاکستانه به د افغان کډوالو پانګه له کوم ضرر او تاوان پرته هېواد ته را انتقال شي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې هېواد يې له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې او په سیمهییزه توګه بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ملاتړ ته دوام ورکوي.
د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وايي، د دغه هېواد سترې محکمې منلې چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر پرېکړه غور کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنر له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو غبرګون کې ویلي چې د دغو کسانو خپلسرې نیونې د نړۍوالو قوانینو پر اساس د یاد هېواد د ژمنو خلاف کار دی.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې ښار ته نږدې په عالي لالا دښته کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د لنډمهالي مېشتېدنې لپاره یو پنډغالی جوړ شو.
د کندهار سپينبولدک ولسوالۍ مسوولین وايي، له هغه وخته چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل پيل شوي، تر اوسه له دې لارې نږدې ۸۰ زره کډوال راستانه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن