Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین له راستنېدونکو افغان کډوالو سره ۳۰ میلیون چیني ینه نغدي مرسته کوي

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): کابل کې د چین سفیر له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ۱۶۰ کورونو جوړولو او له هغوی سره د ۳۰ میلیونه ینه نغدي مرستې خبر ورکړی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په کابل کې د چین له سفیر جاوشینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کتنه د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه ترسره شوې ده.

د چین سفیر جاو شینګ د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه په مختلفو برخو کې د دواړو لورو اړیکي په ښه ډول پر مخ تللې او د پراختیا په حال کې دي.

هغه د اسلامي امارت له خوا د ګاونډيو هېوادونو له لوري د راستنېدونکو کډوالو د چارو د ښه مدیریت ستاینه کړې او دغه راز یې له کډوالو سره د چمتو شوو ۱۶۰ کورونو او همدارنګه د ۳۰ میلیونه ینه نغدي مرستې خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي، په مختلفو برخو کې به له افغانانو سره د چین مرستې دوام ولري.

جاو شینګ دغه راز په افغانستان کې د چیني پانګه‌والو او سوداګرو پانګونې ته په اشاره ویلي، د چیني سوداګرو د سوداګرۍ او پانګونې له امله به افغانانو ته د کارموندنې ډېر فرصتونه برابر شي.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال  مولوي عبدالسلام حنفي له افغان کډوالو سره د چین د مرستې له امله مننه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان او چین اړیکي پیاوړې او دوستانه دي او اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د دغو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې او اسلامي امارت د هر ډول بهرنۍ پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي او شرکتونو او پانګه‌والو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

د معلوماتو له مخې، د چین سفیر د خپل دولت له لوري د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ته بلنه ورکړې چې د چین ـ سوېلي اسیا راتلونکي نهم نندارتون (CSA) کې ګډون او وینا وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.