Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یواېن‌اېچ‌سي‌ار: له افغان کډوالو سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي

کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۱۴۰۴): یواېن‌اېچ‌سي‌ار وایي، مخکې به یې هېواد ته راستنېدونکو افغان کورنیو سره دوه زره ډالر مرسته کوله، خو د نړۍوالو مرستو په کمېدو سره دغه کچه ۱۵۰ ډالرو ته راکمه شوې چې بسنه نه ورته کوي.

په افغانستان کې ‫د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي، د مرستو په ډېرېدو سره کولای شي له افغان کډوالو سره ډېر څه وکړي.

د ده په وینا، افغان کډوال داسې یو هېواد ته ستنېږي چې د امکاناتو له پلوه یې منلو ته اړین تیاری نه لري.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له سپټمبر مياشتې راهیسې شاوخوا درې ميليون افغان کډوال افغانستان ته راغلي چې ډېر یې په جبري ډول راایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د کډوالو نړۍوالې ادارې مشرې تېره ورځ د اروپایي ټولنې د بشردوستانه مرستو ټولنې په ناسته کې افغان کډوالو ته د حیاتي چوپړ پر وړاندې کولو د ټینګار تر څنګ وویل چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.