امریکا له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره وینزویلا ته مرستندویې ډلې استوي
د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې په وینزویلا کې له زورورو زلزلو وروسته یې د دغه هېواد له چارواکو سره اړیکه نیولې او له زیانمن شوو سره د مرستې لپاره مرستندویې ډلې استوي. د امریکا…
د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې په وینزویلا کې له زورورو زلزلو وروسته یې د دغه هېواد له چارواکو سره اړیکه نیولې او له زیانمن شوو سره د مرستې لپاره مرستندویې ډلې استوي. د امریکا…
په داسې حال کې چې د کوچني اختر تر رارسېدو یوازې درې ورځې پاتې دي او ډېری خلک د دغو ورځو لمانځلو لپاره چمتووالی نیسي، داسې بېوزلې کورنۍ هم شته چې د مرستې په تمه…
د هند د روغتیا وزیر د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې افغان لوري ته په سمبولیکه توګه د سرطان ضد درملو او واکسینونو له سپارلو خبر ورکړی او ویلي یې…
په کابل کې د ترکيې سفارت وايي چې دغه هېواد د «مهربانۍ کاروان» تر نوم لاندې ۱۳۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته استولې ده. یاد سفارت پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې یادې مرستې د ترکيې…
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تېره میاشت د هېواد په ۲۷ ولايتونو کې له څه باندې ۷۹۸ زره کورنیو سره نغدي، خوراکي، غیرخوراکي او روغتیايي مرستې شوې دي. یاد وزارت نن (دوشنبه،…
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتو بشري حالت اغېزمن کړی او په روان کال کې دې ټولنې له افغانانو سره د مرستې لپاره نږدې ۱۸۸…
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د شرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره د مخه ښې لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان هڅه کوي څو افغان کډوالو او زلزلهځپلو ته…
اروپايي ټولنې ویلي چې د افغانستان په وروستۍ زلزله کې زیانمن شوو سره خپلې بشري مرستې ډېروي. اروپايي ټولنې پر خپله اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي، تر اوسه څلور الوتنې چې…
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مشرې خبرداری ورکړی چې له نړۍوالو مرستو پرته به د دغه هېواد د ختیځ زلزلهځپلي راتلونکی ژمی په ډېر سخت حالت کې تېر کړي. په…
د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د ملي او نړۍوالو مرستو په دوام، تاجکستان، سویس او عزیزي خیریه بنسټ خپلې بشري مرستې لېږلې او قطر په سیمه کې د بېړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره یو ګرځنده روغتون رامنځته کړی دی.
پاکستان د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره ۱۰۵ ټنه بشري مرسته وکړه او ترکمنستان وایي ډېر ژر به خپلې بشري مرستې افغانستان ته راولېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې ملګرو ملتونو تر اوسه د هېواد په ختیځ ولایتونو کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیون امریکايي ډالر ځانګړي کړي…
چین، ایران، هند، ترکیې او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره نغدي او د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کړې او اروپايي ټولنې هم اعلان کړی چې له زلزلهځپلو سره یو میلیون یورو بېړنۍ او د ۱۳۰ ټنه مرستندویه توکو مرسته کوي.
د برېتانیا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره د یو میلیون پونډو بېړنۍ مرستې له ځانګړې کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه اندازه پیسې به د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري زلزلهځپلو ته ووېشل شي.
هند او پاکستان د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله له افغانانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د دې مرګونې پېښې له زیانمنو سره د هر ډول مرستو لپاره چمتو دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله د مړه شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له ټپیانو سره د مرستې او ژغورنې برخه کې یې د هر ډول مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې ټیمونه یې د بېړنیو مرستو رسولو لپاره سیمې ته استول شوي دي. جاپان او ترکیې هم د دې مرګونې پېښې له قربانیانو سره خپله غمرازي ښودلې ده.
د ایران او اسرائیل ترمنځ له جګړې وروسته افغانستان ته له ایرانه د کډوالو راستنېدل ډېر شوي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغو راستنېدونکو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغوی ته دې د ملاتړ اوږدمهاله پروګرامونه جوړ شي.
په کابل کې د جاپان سفیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي چې له افغانانو سره به یې د هېواد مرستې د پخوا په څېر دوام ولري او کمښت به پهکې نه راځي.
یو شمېر کارګر ماشومان له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په سختو کارونو د ماشومانو ګومارل له قانون سرغړونه بولي او له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
یواېناېچسيار وایي، مخکې به یې هېواد ته راستنېدونکو افغان کورنیو سره دوه زره ډالر مرسته کوله، خو د نړۍوالو مرستو په کمېدو سره دغه کچه ۱۵۰ ډالرو ته راکمه شوې چې بسنه نه ورته کوي.